نړۍ

افغان پناه غوښتوونکو دترکيې په پايتخت کې خپل تحصن پاى ته ورساوه .

کابل باختر دغبرګولي نولسمه :
افغان پناه غوښتوونکو دترکيې  په پايتخت انقره ښار کې دملګروملتو دسازمان دکډوالو دعالي کميشنرۍ  په وړاندې  خپل تحصن پاى ته ورساوه.
  دباختراژانس دخبر له مخې،  په ترکيه کې يو شمير افغان پناه غوښتوونکو درې پنځوس ورځې  مخکې په انقره کې دملګروملتو دسازمان دکډوالو  دعالي کميشنرۍ په وړاندې په تحصن لاس پورې کړي و چې دترکيې دپوليسو دفشار له امله يې خپل تحصن پاى ته ورساوه .
دغو پناه غوښتوونکو  دخپل حالت دمشخص کيدو غوښتنه وکړه اوګواښ يې وکړ. که چيرې غوښتنې يې ترسره نه شي بيا به ددغې کميشنرۍ په وړاندې تحصن وکړي .
  افغان پناه غوښتوونکو  ديوې خبرتيا  په خپرولوسره دخپل تحصن دپاى په اعلامولوسره وويل چې دوى په دريم ګړي هيواد کې په عاجلانه ډول دپناه غوښتنې  او په ترکيه کې ددې کار دتحقق  په موده کې دکار داجازې دترلاسه کولو غوښتنه وکړه .
همدا اوس  نږدې  ديرش  زره افغان پناه غوښتوونکي  دترکيې په بيلابيلو  ښارونوکې استوګن دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته