امنیت

دهېواد په ختيځ دپاکستاني پوځيانو دراکټي بريدونو او دټوپونو دډزو دوام

کابل باختردلړم پنځلسمه :
  دهېواد په ختيځ کې دننګرهار ولايت په پرله پسې  توګه ددريمې ورځې لپاره دپاکستاني پوځيانو دټوپونو د ډزو او دراکټي بريدونو ډګر دى .
درارسيدلو خبرونوله مخې،   ددغو بريدونوله پيل څخه د دريو ورځو په بهير کې د ډيورنډ  کرښې ته څيرمه دلعل پورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په لسګونو توغندي او دتوپونو ګولۍ  لګيدلي دي .
هغه پيښې  چې دسرزيان يې نه دى اړولى . 
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل  چې دپاکستاني پوځيانو  په دغو ډزو کې هېوادوالو ته دسرزيان نه دى اوښتى خو ددې سبب شوي دي چې په لسګونو کورنۍ  له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه وتلو ته اړې شي .
خوږياڼي  وايي چې دغه توغندي دپاکستاني پوځيانو له خوا توغول شوي دي .
دهېواد په ختيځ  کونړ، نورستان او دننګرهار د ولايتونو په ځينو سيمو دپاکستاني  پوځيانو دراکټي بريدونو او دتوپونو دډزو له پيل څخه څه ناڅه شپږ کال  تيريږي .
هغه پيښې چې له امله يې تراوسه  پورې  سلو تنوملکي وګړو ته مرګ  ژوبله اوښتې ده او هم ددې سبب کيږي چې په سلګونو کورنۍ له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه وتلو ته اړې شي .
تراوسه پورې دافغانستان فشارونه او آن ددغو بريدونو دپاى ته رسولو لپاره دملګروملتو دسازمان په امنيت شورا  کې دپاکستانيانو  دراکټي بريدونو له امله دهېواد رسمي شکايت کوم ځاى ته نه دى رسيدلي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته