اقتصاد

په دايکندي کې دسلام مخابراتي شبکه فعاله شوه .

کابل باختر د وري اووه ويشتمه :
دسلام مخابراتي شبکې پرون مازيګر  په دايکندي ولايت کې په فعاليت پيل وکړ .
  ددايکندي ولايت دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي رييس محمد ابراهيم ناصري نن دباختراژانس خبريال ته وويل چې دسلام مخابراتي شبکې دافغان تيلي کام دمخابراتي شبکې له بودجې څخه ددوو مليونو درې ويشتو زرو افغانيو په لګښت ددايکندي ولايت په مرکز او اوو ولسواليو کې  دڅوارلسو مخابراتي  انتنونو په درولو سره  په فعاليت پيل کړى دى . 
  يوه اړونده خبرځاى وويل  دسلام مخابراتي شبکه په دې لټه کې ده چې هيوادوالو ته چټک اوښه   خدمتونه وړاندې کړي
خبرځاى زياته کړه همدااوس  په دايکندي ولايت کې  دنورو شبکو څليرويشت مخابراتي  انتنونه فعاليت کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته