نړۍ

دمصردجمهوري رياست د انتخاباتو ګټونکى اعلام شو.

کابلباختر د امريکاغږ راديو دچنګاښ ٥ مــــــــــــه

دمصرد انتخاباتو کميسيون د اخوان المسلمين ګوند کا نديد محمدمرسي ددغه هيواد د جمهور ي رياست د انتخا باتو ګټونکى اعلام کړ .

دمصر د انتخاباتو د کميسيون رئيس فاروق سلطان له ٥٥ دقيقه يي ځنډ وروسته پرون دکابل په وخت دشپې د اتو بجو په شاوخوا کې د مصر دانتخا باتو وروستي نتيجې اعلام کړى.

ددغه کميسيون داعلام له مخې محمد مرسي په سلو کې يو پنځوس اعشاريه دري اويا را يي او دده انتخا باتي سيال احمدشفيق په سلو کې اته شپيته اعشاريه ٢٧ را ي ترلاسه کړي دي

ددغو نتيجو له اعلام مخکې دمصر په پاتخت قاهره کې سخت امنيتي تدبيرونه نيول شوي وو.دمصر دقاهري ښار دتحرير ډګر دحسني مبارک د رژيم پرخلاف دپاڅون دسمبول په تو ګه پيژندل شوى دى او په سلګو نو زرو تنو دجمهوري رياست په انتخا باتو کې دمحمدمرسي د برياليتوب د اعلام هرکلي و کړ.

 په همدې حال کې د مصر داساسي قانون محکمې دانتخاباتو د وروستيو نتيجو له اعلام مخکې ديو حکم په ترڅ کې دمصرپارلمان ړنګ کړ چې دخلکو پراخ اعتراض يې په ځان پسې درلود .

ددغه حکم له مخې دقانون جوړولو واک له پارلمان څخه واکمنې پوځي شورا ته وليږدول شو.

پوځي شورا داساسي قانون د جوړوونکو دمجلس اودهغه د کار دبهيردڅارنې دنده په غاړه لري .

دمصر پخواني جمهور رئيس حسني مبارک چې د١٣٨٩ کال دسلواغى په مياشت کې دخلکو له اتلس ورځني پاڅون وروسته دقدرت له ګډى څخه ګوښه شو په دى وروستيو وختو کې په محکمه کې داعتراض کوونکو دوژنې په تور په ابدي بند محکوم شو او په اوس وخت کې په ناوړه روغتيا يي حالت کې دقا هري په يوه روغتون کې شپې سپا کوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته