فرهنګ

دښکلوهنرونود پوهنځي يو تالار د ډاکترعنايت الله شهراني په نامه ونومول شو

کابلباختردميزان٣
دکابل پوهنتون دښکلوهنرونو دپوهنځي يو تالارد دغه پوهنځي ديواستاد او بنسټ ايښودونکي ډاکتر عنايت الله شهراني په نامه ونومول شو.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخي :  په هغيې غونډه کې چې دکابل پوهنتون دښکلو هنرونو دپوهنځي په تالار کې جوړه شوې وه دکابل پوهنتون دښکلو هنرونو دپوهنځي رييس پوهاند محمدعالم فرهاد د ډاکترشهراني دکارونواو ارزښتناکو خدمتونو يادونه وکړه او ويې ويل چې ډاکترعنايت الله شهراني  دکابل پوهنتون دښکلوهنرونو دسابقه داراستاداو يوتن بنسټ ايښودونکي په توګه داسي هنري کارونه کړې دي چې  دده دفکراوانديشې اوپوهې له وسعت څخه يې سرچينه اخيستې ده  .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم  په خپل پيغام کې  چې ددغه وزارت دسلا کار جلال نوراني له خوا ولوستل شو ويلي دي  پروفيسرډاکتر عنايت الله شهراني څولسيزي مخکې زيات زيار وګاله چې په کابل پوهنتون کې لږ ترلږه يو ديپارتمنت دهنرونو د تدريس لپاره تاسيس شي د ده او د ده ديارانو نه ستړې کيدونکي هلې ځلې په  پاې کې نتيجه  ورکړه او ديپارتمنت جوړشو .
په پيغام کې ويل شوي دي له هماغه پيل څخه معلومه وه چې دى  دتياتر،سينما، موسيقى ، نقاشى ،خوش نويسي ،مجسمې او دنورو هنرونوپه شان دهنرونو لپاره ديومستقل پوهنځي دجوړولو په فکرکې دي .
ده  د ډاکترنعيم  فرحان ، حامدنويد،حيدرزاده ،زليخانوراني  ،استادبيسد او دنورو استادانو په شان د استادانو په جلبولو سره يې دهنرونودپوهنځي دجوړولو زمينيې برا برې کړې .
له بده مرغه هغه ګواښونه چې د وخت د رژيم له خوا د ده ژوند ته متوجه شول په جبري توګه مهاجرشواوتراوسه پورې دامريکا په متحده ايالاتو کې ژوند کوي او دانديانا په يونيوسيټي کې داستاد په توګه تدريس کوي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دده څوکتابونه په تيره بيادموسيقى اونقاشى په باب چاپ کړي دي .
ډاکترعنايت الله شهراني د اخندملاعبادالله خان  زوي د١٣٢١ هجري لمريز کال دليندى په اتمه نيټه دبدخشان دخاص شهران په کلي کي  وزيږيد ابتدائي زده کړي دخاش په ښوونځي کې ،منځنۍ زده کړې په کابل کې دابن سينا په ښوونځي کې او ليسه يې دکابل په  دارالمعلمين کې پاى ته ورسولې .
د ى په ١٩٦٢ کال کې دوخت دښوونې اوروزنې پوهنتون په لومړي دوره کې شامل اود دغه پوهنتون دلومړۍ دورې فارغانو له جملې څخه دى خپله ماستري يې په ١٩٧٧ کال کې دامريکا د متحده ايالاتو د آريزوناى له پوهنتون څخه او د ډاکترۍ درجه يې  په ٢٠٠٩ کال کې پاى ته رسولې ده  .
دى  په افغانستان کې دموسيقى اوهنرونو په باب دڅوکتابونو مولف دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته