(PS)خبرونه(PS)ښوونه او روزنه

فاریاب کې د څه باندې ۱۱ میلیونو افغانیو په لګښت دوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې

کابل، د وري ۸مه، باختر

د فاریاب د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په دولت آباد او خواجه سبز پوش ولسوالیو کې دوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې دغه ودانۍ د ناروې هېواد او ځایي خلکو په مالي مرسته د څه باندې ۱۱ میلیونو افغانیو په لګښت جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د مسوولینو په وینا، د دغو ودانیو په جوړولو کې د سیمې اوسېدونکو هم ۱ میلیون او ۱۰۰زره افغانۍ مرسته کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې په دغو ښوونځیو کې څه باندې ۱۳۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې وړاندې د ودانیو د نشوالي له امله یې په ډاګ زده کړې کولې.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا