امنیت

يو شمېر وسله وال مخالفين په غزني او قندهارکې ووژل شول

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٩
يو شمېر وسله وال مخالفين د غزني په ګيرو ولسوالۍکې ووژل شول او ٤٤ ماينونه کشف او شنډ کړى شول.
دملي اردو ځواکونو د غزني ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې په بهيرکې يې يو شمېر وسله وال مخالفين ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول او د قندهار ولايت په پخوانۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو د منسوبينو د ګډو عملياتو په بهيرکې يو شمېر وسله وال مخالفين ووژل شول.
دملي اردو ځواکونو د امنيتي ګزمې په بهيرکې د هيواد په بېلابېلوسيموکې ٤٤ ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
ديوبل خبرله مخې: د لغمان ولايت د قرغيوولسوالۍ د وريښمو د تنګى او د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو دوه تنه منسوبين شهيدان شول او دملي اردو يوبل سرتيرى دپکتيکا ولايت د خيرکوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې ټپي شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته