
کابل، د چنګاښ ۱۵ مه، باختر
د فاریاب د ګوزاد غاښي په ساحه کې نن د ترافیکي پېښې له امله ۲ امنیتي منسوبینو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس الدین محمدي باختر آژانس ته وویل، چې دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې د دغه ولایت د امنیتي ځواکونو یو رنجر موټر په دغه ساحه کې له واټ څخه ووت او چپه شو چې په پایله کې یې ۲ تنو ژوند له لاسه ورکړ او ۱۰ تنه نور ټپیان شول.
د هغه د څرګندونو له مخې، د پېښې ټپیان د میمنې ښار روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.
ع