سیاست

محمد کريم خليلي: دملګرو ملتو دسازمان پرمختيايي اداره د افغانستان د دولت ښه همکاره ده.

کابل – باختر دمرغومې ٢٠ :
دملګروملتو دسازمان دپرمختيايي ادارې دآسيا او داوقيانوسيه سيمه ييز رييس او دسکرتر جنرال دستيار اجى چيبر او ملګري هيئت يې نن له غرمې وروسته د جمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دجمهور رييس اقتصادي سلاکار شام لال بتيجا،او په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان دپرمختيايي پروګرام رييس او جګپوړي مرستيال هم برخه لرله.
لومړى دملګروملتو دسازمان دپرمختيايي ادارې د آسيا او اوقيانوسيه سيمه ييز رييس ،دغه اداره دافغانستان د دولت يوه اوږد مهاله همکاره وبلله.
او وې ويل چې دغې ادارې په تيرو وختونو کې هم په بيلا بيلو برخو کې دافغانستان له دولت او ملت سره همکاري کړې ده.
ده په افغانستان کې دملګرو ملتو دسازمان دپرمختيايي ادارې دکارى پروګرامونو په باب معلومات وړاندې کړل او څرګنده يې کړه چې ددغې ادارې همکاري به په اوږدمهال کې هم دپخوا په شان دوام ومومي.
دده دڅرګندونو له مخې، دملګروملتو دسازمان پرمختياي اداره په پام کې لري چې دانتخاباتو،دکليودپرمختيا،دظرفيت دلوړولو،سيمه ييزې حکومتوالۍ،بودجې جوړولو ،دطبعيې پيښو او د اوبو او هوا دبډلونونو دمديريت په برخو کې په راتلوونکوکې دافغانستان له دولت او خلکو سره همکاري وکړي.
وروسته دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي وويل: چې دغه اداره دافغانستان د دولت له ښو همکارانو څخه دى.
دجمهور رييس مرستيال په بيلابيلو برخو کې دافغانستان د دولت او خلکو سره ددغې ادارې دهمکاريو له امله قدرداني وکړه او په هيواد کې يې دملګرو ملتو دسازمان دپرمختيايي ادارې دهمکاري په دوام باندې ټينګار وکړ.
دغه رازه ده څرګنده کړه: لکه څنګه چې دافغانستان نړيوال دوستان او همکاران هم پوهيږي، په سيمه ييزو ادارو کې دظرفيت لوړولو ته دپاملرنې په ګډون په بيلابيلو برخو کې دظرفيت لوړولو ته پاملرنه او دښې حکومتوالۍ جوړول د دولت اساسي لومړيتوبونه بلل کيږي.
دجمهور رييس مرستيال دغه راز وويل : په هغو محورونو تمرکز چې په افغانستان کې يې دمګروملتو دسازمان پرمختيايي اداره ورته پاملرنه کوي، دافغانستان خلکو او دولت هم لوړ ازښت لري او هيله کوم چې په دغو برخو کې ددغې ادارې همکارى لا زياته پراختياومومي.
دملګروملتو دسازمان دپرمختيايي ادارې دآسيا او اوقيانوسيه سيمه ييز رييس په اطلاعاتو  لاسبرى او په دې برخه کې دتجربو دليږدونې په مقصد دافغانستان د ديجيتلي خدمتونو دپراختيا په لاره کې ددغې ادارې دهڅو او هاند خبرورکړ چې دجمهور رييس دمرستيال له خوا يې هرکلى وشو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته