ورزش

دچلسي ټيم دمانچستر سيټي له ټيم سره لوبه کوى.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٥
دانګلستان دفوټبال دلومړي  لاس سياليو په دوام نن شپه دچلسي ټيم دمانچستر سيټي ټيم کوربه دى  .
مخکې له دې لوبې دسندرلند ټيم دنيوکاسل ، د سوانته ټيم دودويستهم او دتاتنهم ټيم دهاستي له ټيم سره سيالۍ کوي .
دباختر آژانس دخبرله مخې :  ددغو سياليو دتيرې شپې په لوبو کې دارسنال ټيم دصفر په مقابل کې په دوو سره دکرستال پلس پرټيم بريالي شو ، دآفرتن ټيم دصفر په مقابل کې په دوو سره آستن ويلا ټيم ته ماتې ورکړه ، دليورپول ټيم ديوې په مقابل کې په څلوروسره ويستمبرلويچ  پرټيم بريالى  شو، دناويج سټي او کارديف ټيمونو لوبه له ګول پرته برابره پاى ته  ورسوله او دسوسا امپتن ټيم دصفر په مقابل کې په دوو سره دفولهم پرټيم بريالى  شو تراوسه پورې دآرسنال ټيم دجدول په سره کې ځاى لري او د ليورپول او سوسا امپنتن  ټيمونه دويم او دريم مقامونو کې ځاى لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته