سیاست

د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام

کابل – کابل د زمري دمياشتې ٥
د مشرانو جرګې د رييس او د اداري هيئت د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام
دملي شورا دمشرانو جرګې رييس او اداري هيئت په ژورې خواشينۍ سره خبر ترلاسه کړ چې د کونړ د ولايتي شورا پخواني رييس حاجي مياحسن عادل په دې وروستيو وختوکې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ترور شو.
د ملي شورا دمشرانو جرګې د کونړ د ولايتي شورا دپخواني رييس حاجي ميا حسن عادل مړينه يوه ضايعه بولي. د لوى خداى (ج) له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ، خپلوانو او د کونړ ولايت خلکو ته د جميل صبر هيله کوي او ټينګار کوي چې امنيتي ځواکونه په تيره بيا کشفي ارګانونه بايد د قومي مشرانو او د مخورو شخصيتونو او د هيواد د ټولو اتباعو د امنيت په تامينولوکې جدي تدبيرونه ونيسي او هم دې په هيوادکې د ځنځره يي وژنو د فاعلانو د نيولو په باب لازم اقدامات ترسره کړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته