امنیت

دلغمان په ښوونځيو کې دنشه يي توکو دکارولو دمخنيوي لپاره هلې ځلې .

کابل باختر د زمري  شپاړلسمه :
دلغمان ولايت  په ښوونځيو کې  دنشه يي توکو دکارولو دمخنيوي لپاره  هڅو زور اخستى دى . که څه هم ددغه ختيځ ولايت  په ښوونځيو کې په نشه يي توکو دروږدو زده کوونکو او ښوونکو دقيق شمير معلوم نه دى  خو مسوولين وايي  چې ددغه عمل  زياتوالي  ددوى دانديښنې سببونه  برابر کړى دى .
دامنيت نشتوالي ، دقانون نه واکمني ، دښاري او دمناسب تعليمي نظام نشتوالي  ددې سبب شوي دي چې  دښوونځيو په ګډون  ټول اماکن  دنشه يي توکو  دکارولو لپاره ځاى وي .
  دلغمان والي عبدالجبار نعيمي  ددغه ختيځ ولايت  دپوهنې مسوولينو ته  لارښوونه وکړه  چې په ښوونځيو کې  دنشه يي توکو  دکارولو مخه ونيسي .
ده دباختراژانس  خبريال ته وويل انديښنه لري  چې په ښوونځيو کې دنشه يي توکو کارول په يوه ناوړه  فرهنګ بدل شي .  په همدې حال کې  دلغمان ولايت سيمه ئيز مسوولين وايي  چې په ښوونځيو کې  دنشه يي توکو له کاروونکو سره به  قانوني چلند وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته