اقتصاد

د غور (د افغانستان بانک) نوې ودانۍ پرانستل شوه

کابل باختر د لړم لسمه :
د غور ولايت (د افغانستان بانک) نوې ودانې نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د غور ولايت (د افغانستان بانک) آمر عبدالغفور غفوري د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه ودانۍ په دريو پوړونوکې د بانک کارکوونکو ته ځانګړې شوې ده او په تل خونه کې يې ستندرده خزانه او خوندي دروازې جوړې شوې دي چې د کمرو په واسطه کنتروليږي .
د ده د څرګندونوله مخې: دغه ودانۍ (د افغانستان بانک) له بودجې څخه د پنځلسو مليونو افغانيو په لګښت په يوکال کې جوړ شوې ده چې د دغې ودانۍ په جوړولو او د ستندردې خزانې سره اداري او د پيسو د ساتلو ستونزې لرې شوې دي.
د غور  والي سيد انور رحمتي  چې (د افغانستان بانک) د نوې ودانۍ د پرانستلو په غونډه کې خبرې کولې؛ وويل: دغه ودانۍ او ستندرد خزانه د بانکوالي په وده کې مرسته کوي.
د غور په ولايت کې د نوى کابل بانک، باختربانک او د عزيزي بانکونو په ګډون درې خصوصي بانکونه فعاليت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته