امنیت

دخواجه سبزپوش امنيه قوماندان له موټر چلوونکي سره يې شهيد شو.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
دفارياب ولايت دخواجه سبز پوش ولسوالۍ امنيه قوماندان د ماين د چاودنې له امله شهيد شو.
دفارياب ولايت دخواجه سبزپوش ولسوال عبدالله  معصومي دباختر آژانس خبريال ته وويل : ددغې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال سخيداد عثماني تيره شپه له موټر چلوونکي سره يې هغه وخت شهيد کړى شو چې وسله وال طالبانو په دغې ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو وسله وال بريدونه وکړل.
معصومي زياته کړه : عثماني چې غوښتل ديو ټانک په واسطه له طالبانو سره دمقابلې په خاطر يوې غونډۍ ته لاړ شي په لاره کې د دوى ټانک په يو ماين وخوت چې له امله يې دى له چلوونکي سره يې شهيد او ټانک هم ويجاړ شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته