ټولنه

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ تړلې ده

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ١٥ :
دسالنګونو د ساتنې اوڅارنې آمر وايي: په سالنګونوکې له سخت توپان سره جوخت د واورې د اورښت دوام د دې سبب شوې دي چې دغه لويه لاره دترافيکو پرمخ تړلې پاتې شي.
دسالنګونو د ساتنې او څارنې آمر جنرال رجب باخترا ژانس ته وويل: له دريو ورځو را په دې خوا د سالنګونو دواړه خواوې د واورې دسخت اورښت ډګر دي او په شمالي سالنګ  کې د واورې اروښت له توپان سره جوخت دى.
ده زياته کړه: په سالنګونو کې له احتمالي پيښو سره د مقابلې په مقصد دغه لويه لاره د جمعې د ورځې له  مازيګر څخه د ترافيکو پرمخ  وتړل شوه، يواځې پرون چې هوا يو څه مناسبه وه؛ دغه لاره د دوو ساعتونو لپاره هغه هم دمسافروړونکو وسايطو پرمخ په موقتي ډول پرانيستل شوه، خو د اورښت سختوالې د دې سبب شو چې دسالنګونه يوځل بيا په بشپړ ډول دترافيکوپرمخ وتړل شي .
اوس په جنوبي سالنګ کې د واورې اندازه يوسلو شپيتو سانتي  مترو ته رسيږي او په شمالي سالنګ کې اورښت له توپان سره جوخت دى چې نه شي کيداى د اورښت حجم تثبيت شي .
جنرال رجب زياته کړه: سالنګونه د واورې ښوئيدنې د پنځو پيښو شاهد دي چې له نيکه مرغه  د سر د زيان اومالي تاوانونه يې نه دې اړولي .
ده وويل: موږ له شمالي سالنګ څخه جنوبي سالنګ ته دتوپان چليدو ته سترګې په لاره يو.که چيرې  داسې  وشي؛ په سالنګونو کې به ستونزې زياتې شي.
دسالنګونو د ساتنې اوڅارنې آمر زياته کړه: د سالنګونو مهمې برخې پاکې شوې دي؛ خو د واورې ښوئيدنې دسختو پيښو امکان شته او د ناڅاپي پيښو د مخنيوي په خاطر له دوو توپونو څخه په استفادې سره به د واورې ښوئيدنې جبري پروګرامونه عملي کړو او د اورښت په کمښت سره به دغه لويه لاره بيا دترافيکو پرمخ پرانيستل شي.
جنرال رجب دغه ټکى ته اشاره وکړه چې لويه لاره  د خاصو دليلونو له امله تړل شوې ده او د مسافرانو له خونديتوب څخه د ډاډ ترلاسه کولو پورې به دغه لاره خلاصه نه شي ، خو يوشمير ترانسپورتي شرکتونه زموږ دهيوادوالو په تير ايستلو سره هغوى دسالنګ په دواړوخواوو کې لالهانده کړي دي او دغه راز دمسافرانو ژوند له خطرسره مخامخوي.
ده وويل: زموږ هيوادوال بايد دموټر چلوونکو او دترانسپورتي شرکتونو دمسوولينو په ژمنو ونه غوليږي او د هغوى په لالهاندي سره يو شمېر ګټه غوښتوونکو افرادو ته د پيسو دګټلو زمينه برابره شي.
جنرال په شمال ولايتونو کې له  سيمه ييزو مسوولينو څخه وغوښتل  چې له لومړۍ کرښې څخه دسفر مخه ونيسي او په دې ډول د مسافرانو د لالهاندي او ځورونې  مخه ونيسي او د سالنګونو د ساتنې اوڅارنې له موظفينو سره د دندې په ترسره کولو کې مرسته وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته