نړۍ

اوکراين په بيلتون غوښتوونکو له اوربند څخه دسرغړونې تورولګاوه

کيف نيوزنو  باخترد وږي دمياشتې  ٢٤  :
داوکراين  حکومت  داوکراين په ختيځ دونتسک ښارکې  په بيلتون غوښتوونکو له اوربندڅخه په سرغړونې تور ولګاوه .
دفرانسې دخبري آ ژانس دخبرله مخې   داوکراين  حکومت اعلام وکړ چې بيلتون غوښتوونکو  داوربندله ټينګښت سره سره داوکراين په ختيځ کې دحکومت په سنګرونو  بريدونو ته زور ورکړى دى.
داوکراين ددفاع او دملي امنيت   دشورا ويندوى  ولاديمير پوليووي  پرون وويل
چې تروريستي اقدامات دجمهو ررييس دسولې دطرحې تحقق  ګواښوي .
داوربند موافقه  داوکراين په ختيځ کې دامنيت  له ټينګښت سره  دحکومتي ځواکونو او دروسيي دپلويو بيلتون غوښتوونکو ترمنځ له پنځه مياشتنېو جګړو وروسته چې  دڅه دپاسه دوه زره  اووه سوه تنو  دوژل  کيدو سبب شوې مرسته کړې ده.
بيلتون غوښتوونکو او  حکومتي ځواکونو  داوربند دټينګښت دمودې په بهيرکې په لسګونو تنه اسيران  تبادله کړي دي  ا و دپنځه شپيتو تنو نورو بنديانوله تبادلې سره دواړو لورو پرون په مشروط ډول موافقه کړې ده.
ټاکل شوې ده  دروانې اوونۍ په بهيرکې داوکراين جمهوررييس پوروشينکو واشنګتن  ته سفر وکړي   چې دامريکا  له جمهوررييس بارک اوباماسره  له امريکا سره ديو ځانګړي ايتلاف د جوړولو په لاره  کې خبرې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته