(PS)خبرونه(PS)امنیت

فراه کې د اومانو یوه کارخونه کشف او له منځه یوړل شوه

کابل، د وري ۱۷مه، باختر

د فراه د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په خاکسفېد ولسوالۍ کې د اومانو یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.

د یادې ولسوالۍ امنیې قومندان مولوي سید احمد فایز باختر آژانس ته وویل، چې دغه کارخونه د یادې ولسولۍ د جیجي کلي په انجیر کې غره کې کشف شوې، چې په کې ۱۵بوجۍ اوړه شوي اومان، ۶ بېلره، ۲ بوشکې تیزاب، ۵کیلو ګرامه جوړه شوې ښيښه او نور بېلابېل توکي نیول شوي دي.

د یادونې وړده، چې نن په دایکنډي او غور ولایتونو کې هم د اومانو د تولید درې کارخونې کشف او له منځه یوړل شوې.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا