سیاست

د انتخاباتي شکايتونو کميسيون: د انتخاباتي سرغړونو څيړنه يوازې د دغه بنسټ صلاحيت دى

کابل باختردتلي دمياشتې٩نيټه :
د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون وياند په يوه خبري غونډه کې د ولسي جرګې ټولو نوماندانو او د دوى پلويانو ته خبر دارى ورکړ چې د انتخاباتي مبارزو په بهيرکې دې ټول انتخاباتي قوانين او طرزالعملونه رعايت کړي او له هر راز انتخاباتي سرغړونو څخه دې ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د نوماندانانو انتخاباتي مبارزې د جمعې په وروځ پيل شوې او ټاکل شوې ده د تلې د مياشتې تر ٢٦ نيټې پورې دوام وکړي .
د باختر آژانس خبريال لیکي:
په دې خبري غونډه کې د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون وياند علي رضا روحاني  ډيرې  مهمې  انتخاباتي سرغړونې  نوماندانو او د دوى پلويانو ته اعلام کړى.
روحاني وويل: نوماندان دې بايد د انتخاباتي مبارزې په وخت کې د عامه نظم د ګډوډولو او د يو بل پرخلا له تخريب او يوشمېر نورو مواردو څخه ډډه وکړي . يعنې د خلکو د کورونو په ديوالونو او ترافيکي نښو باندې له اجازې پرته د پوسټرونو لګول، له بهرنيو مراجعو او اتباعو څخه د پيسو ترلاسه کول، د يو بل پرخلاف د نوماندانو له خوا د خنډونو رامنځته کول، له دولتي امکاناتوڅخه استفاده کول، د سمتي، مذهبي او قومي مسئلو نه رعايتول چې د تعصب سبب شي او مالي مسئلې هغه مهم موارد دي چې انتخاباتي سرغړونې بلل شوې دي او د روحاني د څرګندونو له مخې د دغو مواردو د نه رعايتولو په صورت کې نوماندان له ۵۰۰۰ افغانيو څخه تر ۵۰۰۰۰ افغانيو پورې نغدي جريمه کيږي.
د انتخاباتي کميسيون د شکايتونو وياند ټينګار وکړ چې تر اوسه پورې له وخت څخه مخکې د انتخاباتي مبارزو په باب ١٣٣ سرغړونې په دغه کميسيون کې ثبتې شوې دي   چې له دې جملې څخه ٨٩ مورده يې څيړل شوي، ١٢ مورده يې د څيړنې په حال کي دي او ١٢ نور مورده يې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د رسنيو کميټې ته ليږل شوي دي، ځګه رسانه يي سرغړونې شميرل شوې دي  .
روحاني دغه راز څرګنده کړه چې د انتخاباتي سرغړونوڅيړنه يوازې د دغه بنسټ له واکونو څخه ده او د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د رسنيو کميټه نه شي کولاى دغه سرغړونې وڅيړي .
دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د رسانه یي کمېټې رئيس په يوه غونډه کې ويلي دي چې د انتخاباتو د نوماندانو انتخاباتي سرغړونې به د دوى د انتخاباتي مبارزو په دوره کې وڅيړل شي.
روحاني ټينګار کړى دى چې د قانون له مخې مکلف نه دي چې د انتخاباتي مبارزو په بهيرکې سرغړونې ثبتې کړي.
خو ټينګار کوي: که څوک په دې باب شکايت وکړي، کولاى شي په کابل کې د شکايتونو مرکزي دفتر او په ولايتونوکې سيمه ييزو دفترونو ته مراجعه وکړي.
پاى شکريه ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته