کابل باختر دوري اوولسمه :
اته تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
په دغو طالبانو نن سهار په سنګين ولسوالۍ کې دپوځيانو له خوا بريد وشو .
دافغانستان په جنوب کې دملي اردو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل وسله والو طالبانو غوښتل چې په سنګين ولسوالۍ کې دمسافرينو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړي چې دپوځيانو له ډزو سره مخامخ شول .
ويل کيږي په دې نښته کې سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى . په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې امنيتي مامورينو دهلمند ولايت په ګن ميشتو سيمو کې دشپږو ماينونو په کشفولو سره ديولړچاودنو مخه ونيوله .
دغه ماينونه دسيمې داوسيدونکو په همکارۍ نن سهار کشف او شنډ کړى شول
دهلمند پوليس وايي چې ددغو ناکامو ماين ښخونو دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل