
کابل، د وږي ۴مه، باختر
د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایې، چې سږ کال په دغه ولایت کې ۴ زره ۴۱۶ ټنه عُناب تولید شوي چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښیي.
د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې د ودې لوی مدیر انجنیر عبدالخالق شیرزاد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په دغه ولایت پر یو زرو ۳۸٠ هکټاره ځمکه باندې عناب کرل شوي او ټولټال ۴ زره ۴۱۶ ټنه حاصلات ترلاسه شوي، چې د تېرکال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښيي.
د یادونې وړ ده، چې عُناب يو زيتوني ډوله مېوه ده، چې په تازه او وچه بڼه ترې ګټه اخیستل کېږي.