سیاست

انتخاباتي مبارزې پيل شوې.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٣
د جمهوري   رياست  يو شمير نوماندانو نن خپلې انتخاباتي مبارزې په   کابل کې پيل کړې.
دباختر آژانس دخبريالانو دخبرله  مخې : 
ډاکتر اشرف غني احمد زي په   ممتاز محل   هوټل کې ،  ډاکتر عبدالله   عبدالله
  د اورانوس ماڼۍ  په هوټل کې ، قيوم کرزي دلويې  جرګې په خيمه کې ، ګل آقا شيرزې په ستاره شهر هوټل کې او محمد نادر نعيم دشاه دوشميره  (ع)  په جامع جومات کې دخپلو ملاتړو او پلويانو ترمنځ په بيلابيلو برخو کې خپل کاري پروګرامونه بيان کړل .
انتخاباتي مبارزې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له پروګرام سره سم نن   پيل شوې او د ١٣٩٣ هجري لمريز کال د ورې دمياشتې تر ديارلسمې نيټې پورې به دوام  وموي.
دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو انتخابات د ١٣٩٣ هجري لمريز کال دورې دمياشتې په شپاړلسمه ڼيته  پيليږي.
دجمهوري رياست يوولس تنه نوماندان په راروانو انتخاباتو کې سيالي  کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته