
کابل، زمري ٢٧مه، باختر
فراه مرکز اړوند په سور کلي کې د څلورو کورنیو ترمنځ د ۵ تنو د مړه کېدو او یو بل د ټپي کېدو پر سر رامنځته شوې دښمني پای ته ورسېده.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د دې ولایت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس مولوي عبدالمجید صمیم، د فراه والي ملا نور محمد روحاني، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي، مرافعې محکمې رئیس مولوي محمد ګل صیاد، امنیه قومندان مولوي عبدالظاهر خادم، علماؤ شورا غړو، د ګڼو سیمه ییزو ادارو مسوولینو او قومي مخورو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چاور مرستیال مهاجر فراهي پخلاینه د ژوند ستره هستي او د ولسي وګړو ترمنځ د سوکالۍ نښه وبلله او زیاته یې کړه، چې بدي یو داسې اور دی، چې یوازې یوه ورځ نه، بلکې تل دواړې خواوې سوځوي، چې د دې اور د له منځه لپاره سولې او پخلاینې ته اړتیا شته.
فراهي د ناستې له ټولو مسوولو او غیر مسوولو ګډونوالو څخه د اسلامي نظام د هر اړخیز ملاتړ ترڅنګ په ټولنه کې د جګړو پر ځای د پرمختګ هیله هم څرګنده کړه.
د سور کلي د وګړو په استازيتوب مولوي عبدالستار بیا د یادې سولې په بهیر کې د ټولو مسوولینو له هڅو څخه د مننې ترڅنګ ډاډ او ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به په پوره توګه سره خپله سوله ساتي او هېچا ته به یې د سرکشۍ اجازه ور نه کړي.
بل خوا د فراه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس مولوي عبدالمجید صمیم وویل، چې دغه دښمني په د دغه ولایت د مرکز اړوند په سور کلي کې د څلورو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه، چې له څلورو خواوو په کې ۵ تنه وژل شوي وو او یو بل ټپي شوی و.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په بریا سره سم په فراه کې د سیمه ییزو مسوولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو په هلو ځلو د کلونو – کلونو پاتې دښمنۍ ختمې شوې دي.