(PS)خبرونه(PS)ټولنه(PS)ښوونه او روزنه

فراه کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

کابل، د وږي ۵ مه، باختر

د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په شیوان کلي کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د امام ابوحنیفه (رح) په نوم د یوې سترې دینې مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د یادې مدرسې مهتمم او چارسمبالي مفتي محمد عوض حنفي باختر آژانس ته وویل، چې یاده مدرسه پر ۲.۵ جریبه ځمکه کې د ولسي وګړو له لوري د یو میلیون او ۱۰۰ زره افغانیو په شخصي لګښت جوړېږي، چې د قرانکریم د حفظ، قرائت او ناظرې څانګو په درلودلو سره په دوو وختونو (سهار او ماسپښین) کې د دینې او عصري زده کړې ورکول کېږي.

هغه وویل، چې یاده مدرسه د ۶۰۰ تنو نارینه او ښځینه طالب العلمو د ځایولو وړتیا لري.

حنفي همدارنګه زیاته کړه، چې په یاده مدرسه به د تدریس اړوند ټولې چارې د نارینه او ښځینه تجربه لرونکو ښوونکو له لوري ترسره شي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا