
۲۰- کابل، د غوايي ۲۰مه، باختر
د فراه په انار درې ولسوالۍ کې د یوه سوداګر له لوري د یو میلیون او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۳۰۳ مترو په اوږدوالي د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
د دغه سړک او څلور لارې د پرانیستلو پرمهال د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس مفتي محمد نسیم سرهنګ وویل، چې د یاد سړک او څلور لارې رغنیزې چارې به د کلیو بیارغونې او پراختیا رياست تر څارنې لاندې په معیاري بڼه ترسره شي، چې پرې یو میلیون او ۷۰۰ زره افغانۍ لګښت راځي.
نوموړي له نورو سوداګرو هم وغوښتل، چې د هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي.
لمر