ټولنه

په سالنګونو کې دواورې له سختو اورښتونو سره سره د سالنګ لويه لاره پرانستې ده

_  کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٥ :
د سالنګونو دساتنې اوڅارنې رييس جنرال رجب وايي چې په سالنګونو کې  دواورې  له سختو  اورښتونو سره  سره  په دې بريالي شوي دي چې  دغه لويه لاره   دمسافر وړونکو وسايطو پرمخ پرانستى  وساتي.
جنرال رجب  چې نن يې  د باخترآژانس له خبريال سره خبرې کولې  وويل :  دواورې اورښت  د چهارشنبې دورځې له سهار څخه پيل  او دتيرې شپې  تريوولسو بجو پورې يې دوام درلود او د سالنګ  په دواړو غاړو کې   واوره  يوسلو ديارلسو سانتې مترو ته رسيدلې ده .
ده څرګنده کړه چې دسالنګونو دساتنې اوڅارنې درياست موظفينو په خپلو امکاناتو اووسايطو سره  دسالنګ لويه لاره دمسافر وړونکو وسايطو پرمخ پرانستى ساتلى دى   خو د ټيلر لرونکو  بار وړونکو موټرونو تګ راتګ د لارې دحالت ترښه والي  پورې منع کړاى  شوى دى .
جنرال رجب وويل :  دشپيتو کيلومترو په واټن  دغه لاره کنګل شوې ده او وسايط   دځنځيرونو له تړلو پرته نشي  کولاى په دې  لاره  کې تګ  راتګ وکړي.
ده وويل :  يو کرولا موټر  چې ځنځير يې نه درلود  له سپرليو سره يې  په جنوبي سالنګ  کې له واټ څخه  منحرف  او ددوه سوه مترو په ژورتيا وغورځيد  خودغې پيښې دسر زيان نه دى اړولى او يوازې څلور تنه سپرلۍ يې ټپيانې شوې دي.
جنرال رجب يو ځل بيا له موټر چلوونکو څخه  وغوښتل چې په  سالنګونو  کــې د تګ راتګ  په وخت  کـــې  وسايط يې  په ځنځير او  نورو  ژمنيو  تجهيزاتو سمبال وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته