
کابل، د کب ۲۶مه، باختر
د فراه د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په پورته سنګزور او ښکته سنګزور کلیو کې د اوبو دوې شبکې جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د دغه ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رئیس مفتي محمد نسيم سرهنګ باختر آژانس ته وویل، چې دغه شبکې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ٢٦ میلیونو افغانیو په لګښت جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې .
د سرهنګ په وینا، د دغو شبکو په جوړېدو سره ٧٨٠ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دې.
لمر