
کابل، د سلواغې ١٢مه، باختر
د فراه د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولين وايي، چې د دغه ولایت په فراه رود او پشترود ولسوالیو کې یې ٢ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.
د یاد ولایت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولینو د باختر آژانس سيمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه مدیریت اړوند منسوبینو په فراه رود او پشترود ولسوالیو کې ٢ تنه له چرسو او هيروئينو سره نیولي دي.
د مسوولينو په وینا، نیول شوي کسان تر څېړنو لاندې دي، چې وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
لمر