امنیت

په پچير او آګام ولسوالۍ کې څو امنيتي پوستې جوړې شوې.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٢
دننګرهار ولايت دپچيراو آګام په ولسوالۍ کې دوګړني پاڅون برخه والو دامنيتي ځواکونو په ملاتړ په دغې ولسوالۍ کې څو امنيتي پوستې جوړې کړې.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دننګرهار ولايت د پچير او آګام په ولسوالۍ کې دښه امنيت دتامينولو او په بشپړه ، توګه د داعش د ډلې دافرادو او د نورو وسله والو مخالفينو دځپلو په موخه دشاهين-٢٠ دانکشاف په نامه ګډ محاربوي او چاڼيز عمليات چې پخوا پيل شوي وو لاتراوسه پورې هم دوام لري او ددغو عملياتو په بهير کې نهه پوستې او دوه بيزونه نوي دسيمه ييزو پوليسو او دوګړني پاڅون دبرخه والو لپاره ددغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې جوړ او په تجهيزاتو سره بشپړ شوي دي.
دغه راز دسيمه ييزو پوليسو او دوګړني پاڅون دبرخه والو لپاره دنويو پوستو دجوړولو کار دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته