
کابل، د کب ٢٢مه، باختر
د فراه امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز او خاکسفېد ولسوالۍ کې یې ٣ تنه د غلا او نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.
د دغه ولایت امنیتي مسوولینو په وینا، د نیول شويو کسانو له ډلې ٢ تنه په خاکسفېد ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د پلور او یو کس هم په مرکز کې د ١٢ لمريزو تختو د غلا په تور نیول شوی دی.
د مسوولینو په خبره، د نیول شویو کسانو دوسیې به له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
لمر