
کابل، د غوایي ٢٢مه، باختر
د فراه سیمه ییز مسوولين وایي، چې په دغه ولایت کې په لومړي ځل د ٣٠٠ زره امریکایي ډالرو په لګښت یوه معیاري سړه خونه پرانیستل شوه.
دغه سړه خونه د فراه د لوړو زده کړو موسسې د علمي کادر د غړي پوهنیار محمود سلیماني او د هغه د همکارانو په نوښت د ٣٠٠ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې دغه سړه خونه د ۵۰۰ ټنو توکو د ځایولو وړتیا لري.
لمر