نړۍ

په سيمه کې دايران دلاسوهنې په باره کې دعربي هېوادونو دبهرنيو چارو دوزيرانو بيړنۍ غونډه پاى ته ورسيده .

رياض  باختر د لړم  نهه ويشتمه :
  دعربي هېوادونودبهرنيو چارو وزيرانو دعربستان  په غوښتنه ديکشنبې  په ورځ يوه بيړنۍ  غونډه جوړه کړه چې  دهغه څه په باره کې څيړنه وکړي چې عربستان دګاونډيو عربي هېوادونو په چارو کې دايران پرله پسې  لاسوهنې بللې دي او دداسې لارو چارو په لټولو کې وي چې وکولى شي هغه بندې کړي .
دفرانسې خبري اژانس خبرورکړ چې دخبرو په پاى کې  به دملګروملتو دسازمان امنيت شورا ته دواندې کولو لپاره  دايران پرخلاف  يو پريکړه ليک تصويب شي .
ددغې بيړنى غونډې دجوړولو لپاره دعربستان له غوښتنې سره د بحرين ، کويټ ،  او دعربي متحده اماراتو دحکومتونو  ملاتړ شته .
په دې رپوټ کې ويل شوي دي چې دعربي  هېوادونو  دبهرنيو چارو دوزيرانو دبيړنۍ غونډې دجوړولو لپاره دعربستان اقدام ، دايران او عربستان ترمنځ داختلافونو دسختوالي نښه نښانه ده چې دلبنان  له صدارت څخه دسعد حريري دګوښه کيدو  داعلام له وخت څخه يې زور اخستى دى .
دفرانسې دخبري اژانس دخبرله مخې، دلبنان د بهرنيو چارو وزير جبران باسيل په دې غونډه کې له ګډون  څخه ډډه کړې ده اوپه عربي ټولنه کې دلبنان ددايمي استازي انطوان عزام په برخې اخستنې بسوالى  کړى دى .
  ددغې غونډې  له جوړيدو  مخکې سپينې ماڼۍ اعلام وکړچې دونالد ترامپ له خپل فرانسوي  سيال امانويل مکرون سره چې په وروستيو ورځو کې دلبنان دمستعفي  صدراعظم کوربه و ، تيلفوني خبرې کړي  دي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته