کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
دتخار ولايت د پوهنې رييس چې څه موده مخکې بيدرکه شوى و پرون پيداشو .
دباختر آژانس دخبرله مخې :
ځينو رسنيو دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ دويندوى له خولې دتخار ولايت دپوهنې د رييس نجيب الله کامران خلاصون او پيدا کيدل تائيد کړي دي او ويلي يې دي چې دى په بغلان ولايت کې پيدا شوى دى او اوس په کابل کې دى .
د رارسيدلو خبرونو له مخې : څو ورځې مخکې کامران په تخارولايت کې بيدرکه شو او يوه خپلوان يې رسنيو ته ويلي و چې دى تښتول شوى دى .
دتخار ولايت پوليسو ددغې پيښې په اړوندددغه ولايت دپوهنې د رياست شپږ تنه کارکوونکي نيولي وو.
1 د یوې دقیقې څخه لږ