خبرونهامنیت

په غزني کې طالبان نجونې د ښوونځي له تللو منع کړې .

کابل /د زمري ٣مه / باختر
وسله والوطالبانو په غزني کې په ګواښونو سره نجونې ښوونځي ته له تللومنع کړې.
سره له دې چې په افغانستان کې په ښوونځيو کې د لوست بهير د کرونا محدوديتونو څخه وروسته ورو ورو له سره پيلېږي د طالبانو په ډلې پورې اړوند کسانو له نجونوڅخه غوښتي چې ښوونځيو ته لاړې نه شي که نه وژل کېږي.
دغه ګواښ د دې سبب کېږي چې په لسکونو زره نجونې د لوست له دوام څخه محرومه شي.
د خواجه عمري له ولسوالۍ څخه يوې زده کوونکې چې نه غواړي نوم يې واخستل شي، وايي چې پرون يې له خپلو ټولګيوالو سره غوښتل ښوونځي ته لاړه شي، خو موټرسايکل سپرو يرغلګرو دوى ته خبردارى ورکړ که ښوونځيو ته لاړې شي ، وبه وژل شي.
يوې بلې زده کوونکې چې دغزني ښارد نواباد په ساحه کې ژوند کوي باختراژانس ته وويل چې طالبان ښوونځي ته د دوى د تللو مانع شول.
په همدې حال کې د يوشمېر ولسواليو اوآن دغزني ښار د نواباد او قلعه شهاده ساحو کې يوشمېر نجونې زده کوونکې وايي چې د طالبانو د ګواښونو په دليل ښوونځي ته تللى نه شي.
د غزني د پوهنې رياست يوه مسوول د نجونو زده کوونکو ګواښول تاييد کړل او ويې ويل چې هلې ځلې کوي د قومي مشرانو په منځګړيتوب ستونزه حل کړي.
په افغانستان کې د طالبانو په زيات شتون سره د ميليونونو نجونو زده کوونکود زده کړې له محروميدو انديښنې شتون لري.
د طالبانو ډله د افغانستان په شمال او شمال ختيځو سيموکې خلکوته خبردارى ورکړى دى چې نجونې کولاى شي يوازې تر پنځم ټولګي پورې ښوونځي ته لاړې شي.
-سعيده _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته