سیاست

انجنيرمحمدخان د کونړ ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل

کابل_باختر د زمري د مياشتې ١٠ مه
د مشرانو جرګې غړي سناتورمحمد طیب عطا او د کونړ ولایت یو شمير مشرانو او
سپین ږیرو د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال انجنير محمدخان سره د هېواد په ځانګړې توګه د کونړ اړوند ستونزو خبرې وکړې.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د وزیرانو شورا په مرمرینه ماڼۍ کې تر سره شوه د
هېواد په سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت او د هېواد په ختیځ کې د داعش
په وروستیو تحرکاتو خبرې وشوې.
ښاغلي عطا په هېواد کې وروستیو ناامنیو ته په اشارې سره و ویل چې دښمن
غواړي په خپل ټول توان او طاقت سره د افغان ولس او حکومت پر وړاندې جګړه
مخ پر وړاندې بوزي چې د ملي یووالي حکومت او خلک به کله هم دوی ته د دا
ډول فعالیتونو اجازه ورنه کړي.
محمد طیب عطا په ملي یووالي حکومت غږ وکړ، تر څو د داعش وروستیو تحرکاتو
ته په کتو سره د دغې خطرناکې او بشري ضد ډلې پر خلاف سراسري عملیات
تر سره کړي او اجازه ورنه کړي تر څو خپلو بشر ضد کړنو ته دوام ورکړي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال د کونړ په خلکو غږ وکړ، تر څو د خپل دولت او خلکو تر څنک ودریږي او د هغو دښمنانو مخه ونیسي چې تل یې د دغه ملت د له منځه وړلو هڅه کړې ده.
لومړي مرستيال دوی ته ډاډ ورکړ چې د ملي یووالي حکومت ژمن دی تر څو د هر
هېوادوال امنیت خوندي کړي او هڅه به وکړي تر څو د خلکو او بشر دښمنان بې
له کوم توپیر له منځه یوسي او د خپلو هېوادوالو لپاره یوه ډاډمنه فضا
برابره کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته