امنیت

درې تنه پاکستاني طالبان دماين دښخولو په وخت کې و وژل شول

کابل باختردچنګاښ  دمياشتې ١٩ :
دريو تنو پاکستاني طالبانو  چې  غوښتل يې دغزني ولايت  دګيلان ولسوالۍ
په يوه ګڼ ميشته لاره کې  ماين ښخ کړي  دخپل ماين دچاودنې له امله ووژل شول
په دې پيښه  کې   چې نن سهار رامنځته شوه  دوه تنه نور پاکستاني طالبان ټپيان شول.
په غزني ولايت کې  دملي اردو   دځواکونو  ويندوى  نظيف الله سلطاني دباخترآژانس خبريال ته و ويل :   چې په دې  چاودنه کې درې تنه پاکستاني  طالبان
ووژل شول  او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
سلطاني وويل :  طالبانو غوښتل   په دې ماين  ايښودلو سره   ملکي وګړو ته  تروريستي خونړۍ پيښه  رامنځته کړي  خو بريالي نه شول .
ويل  کيږي  چې ددغې  چاودنې له امله  دسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى ،.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته