ورزش

په هرات کې دفوټبال سيالۍ دوام لري

کابل  باختردلړم دمياشتې ١٣ :
اتوټيمونو دهرات دولسواليو دجام دفوټبال دسياليو راتلوونکي پړاو ته لاره وموندله.
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضياوالحق ضيا باختراژانس ته وويل: ددغو سياليو دلومړى پړاو په وروستي سيالۍ کې دکهسان او د ګذرګاه دبي ټيمونو لوبه وکړه چې په نتيجه کې يې لوبه ديوې په مقابل کې په دوو سره دکهسان ټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
په دغو سياليو  کې چې دولسواليو دفوټبال دشپاړلسو ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې ترسره شوې دغوريانو دالف  ، شنډنډ، تورغنډي ، اسلام قلعه ، دغوريانو دبى  ،. زنده جان ،دکهسان دبى اودګذرګاه ټيمونو ددغو سياليو راتلوونکي پړاو ته لاره وموندله .
په همدې ترتيب  دهرات دحذفي جام سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وکړ.
په دې سيالۍ کې دباختر اورهبري ټيمونو لوبه   وکړه اولوبه دپنالتي په ګوزار سره ددوو په مقابل کې په دريو سره دباختر ټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
دغه سيالۍ د دوه ويشتو ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوي دي.
ديوبل خبرله مخې :
دهرات دولسواليو دجام دواليبال سياليو پرون مازيګر هم دوام وکړ.
په لومړى لوبه کې د ګذرګاه ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره دادرسکن پرټيم بريالى شو اوپه بله لوبه کې دتورغنډي ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره دزنده جان ټيم ته ماتې ورکړه اوپه بله لوبه کې دکرخ ټيم ددوو په مقابل کې په دريو سره دګذرګاه ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه راز دهوايي ډګر ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره  دکرخ الف پرټيم  اودشينډنډ ټيم  ديوې په مقابل کې په دريو سره دانجيل پرټيم بريالي شول .دغه سيالۍ ديوولسوټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته