ښوونه او روزنه

جمهورئیس غني د هېواد د لوړو زده ‎کړو پر معیاري کېدو ټینګار وکړ

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې٢٢ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون مازدیګر د لوړو زده ‎کړو وزارت له نوماند وزیرعبداللطیف روښان او د یاد وزارت له کاري ډلې سره وکتل او د هغوی د ارزونو راپور یې واورېد.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، ډاکټرعبداللطیف روښان وویل، موږ د لوړو زده ‎کړو وزارت په کاري لومړیتوبونو کار کوو او اړتیا ده چې په بېلابېلو برخو کې ظرفیتونه زیات شي.
هغه زیاته کړه، اړتیا ده چې د لوړو زده‎ کړو قوانینو او لوایحو ته بیا کتنه وشي او د جمهوررئیس وړاندیزونه په دې برخه کې ګټور تمامېدلی شي.
جمهوررئیس د لوړو زده‎ کړو وزارت د کاري ټیم د ارزونو راپور له اورېدو وروسته وویل، په دې برخه کې بنیادي بحثونو ته اړتیا ده او حکومت چمتو دی چې د تحصیلاتو د وضعیت د ښه والي امکانات او اسانتیاوې برابرې کړي.
جمهوررئیس د هېواد د لوړو زده‎ کړو پرمعیاري کېدو ټینګار وکړ زیاته یې کړه، د لوړو زده ‎کړو محتوا او کیفیت باید لوړ شي او عرضه او تقاضا  د کار له بازار سره سم تنظیم شي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه چې ژر به د هېواد په لوړو زده‎ کړو او ښوونیز نظام کې د بنسټیزو اصلاحاتو د بحث په  خاطر عالي شورا جوړه شي. 
هغه څرګنده کړه چې د پوهنتونونو له استادانو او محصلینو سره به په یوه اجماع کې د لوړو زده ‎کړو په سیستم کې د اصلاحاتو د راوړلو په اړه بحث وشي.
جمهوررئیس د لوړو زده‎ کړو وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په نوې ټکنالوژۍ په ځانګړي ډول نوري فایبر او انټرنټ د پوهنتونونو د سمبالولو په خاطر  دې خپلې طرحې ترتیب او وړاندې کړي.
جمهوررئیس محمداشرف غني په دې وزارت کې د متخصصو کدرونو جذب ته په اشارې په ټینګار وویل، د لوړو زده‎ کړو وزارت د عمده دندو په تعریف دې زیات کار وشي،  ترڅو د دې وزارت پروسې او سیستمونه لازیات وضاحت پیدا کړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د لوړو زده ‎کړو وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د لیلیو د حالت ښه والي او په لیلیوکې د محصلینو اړتیاوو ته پاملرنه او پر وخت رسیدګي وشي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته