امنیت

د درېیو قوماندانانو په ګډون ۱۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

میدان ښار/ باختر د مرغومي ۹ مه د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي چې ګډو افغان ځواکونو د دغه ولایت د سید اباد ولسوالۍ په بېلابېلو سیموکې له تېرې شپې راهیسې چاڼیز عملیات پیل کړي چې پرمهال يې وسله والو طالبانو درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي. د دغه ولایت د والي ویاند عبدالرحمن منګل د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې تر دې مه په پیل شویو عملیاتو کې د وسله والو د دریو قوماندانانو په ګډون پنځلس تنه طالبان وژل شوي دي. ویل کېږي په دغو عملیاتو کې چې لا هم دوام لري، د طالبانو درې مرکزونه ویجاړ شوي او پنځه موټرونه یې هم له منځه وړل شوي دي. د معلوماتو له مخې: په پیل شویو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته