کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١
اووه تنه تروريستان په غورماچ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د مقاومت په بهير کې ووژل شول.
دغه جګړه هغه وخت ونښته چې پوځيانو د غورماچ ولسوالۍ ته څېرمه په يوې ډلې يرغلګر ډزې وکړې.
په فارياب ولايت کې د ملي اردو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغه مقاومت په بهيرکې اووه تنه تروريستان ووژل شول .
ده وويل: تروريستانو په غورماچ ولسوالۍ کې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو چې د پوځيانو له خوا پرې بريد وشو.