ښوونه او روزنه

فضل هادي مسلميار دننګرهار پوهنتون دتفاهم کميټې له مسوولينو سره وکتل .

کابل  /  باختر دسلواغې  ٣٠ مه

   دمشرانوجرګي رئيس فضل هادي مسلم يارنن،دننګرهار پوهنتون داړيكو

اوتفاهم دكميټي له غړوسره دمشرانو جرګي دكنفرانسونوپه تالاركې وكتل.

دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ

 

  په كتنه كې چې دننګرهارولايت سناتورحاجي لطف الله بابااودولسي جرګي غړو هريو حاجي صالح محمد صالح اوداكترعصمت الله شينواري هم ګډون درلود،ددي كميټي غړي او ددغه  پوهنتون داقتصاد دپوهنځي رئيس،دخبرو په ترځ كي ددي پوهنتون د تحصيلي وړتيااودشتو ستونزوپه باب معلومات وړاندي كړل او زياته ئي كړه چې دننګر هارپوهنتون دهيواد په كچه دويم پوهنتون دي اواوس په دې پوهنتون كي دهيواد له بيلا بيلوولايتونو څخه،څه دپاسه اووه زره محصلان په زده كړه بوخت دي،خوله بده مرغه تر اوسه پوري ددغه پوهنتون ته پرمختيائي بودجه په پام كي نه ده نيول شوي  ده په خپلوخبروكي شپږو پوهنځيو  ته دوادنيو   اودرسي خونونشتوالي اوهمدارازد پرمختللي

تكنالوژي دتجهيزاتو،جامع جومات اوپاركونو نه شتون ئي ددي پوهنتون اساسي ستونزي   وبللي  اووئي ويل چې څوكاله  مخکې له نشه يي توكو سره دمبارزي دچارو  وزارت ددي پوهنتون دليليي لپاره دڅلورو بلاكونو دجوړولو ژمنه كړي وه، خوتراوسه پوري دغه  وزارت دخپلي ژمني د پلي كولوپه لاره كي هيڅ ډول اقدام ندي كړي،پداسي حال كي  چې دپوهنتون اوسني ليليه ،يوازي دپنځه سوه تنو داوسيدني لپاره كافي ده.

 دمشرانوجرګي رئيس په خپلو خبروكي دتحصيلي اوښوونيز بنسټونو دملاتړ او پراختيا داړتيا په باره کې  رڼا واچوله اوټينګارئي وكړچې حكومت بايددهيواد دپوهنتونونواودلوړو زده كړو دمركزونو پياوړتيا ته، اساسي پاملرنه وكړي.

 مسلم ياردننګرهارپوهنتون طرحه شوي  ستونزي خواشينوونكي وبللي او ژمنه يې وكړه چې ددي پوهنتون دنيمګړتياوو او دمشكلاتودحل لاري چاري به،دمشرانوجرګي دفرهنګي ،پوهنې  اودلوړوزده كړو دكميسيون له لوري داړونده ارګانونوله چارواكو سره په جدي توګه وڅيړل شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته