امنیت

يو ځان مرګي بريد کوونکى دپوليسو له خوا ووژل شو .

کابل باختر د چنګاښ  شپږمه

 يو ځانمرګي بريدکوونکي او دوه تنه همکاران يي نن په قندهار  ولايت کې هدف ته له رسيدو مخکې د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول .

 ويل کيږي چې دغه سړى دقندهار ښار په مربوطاتوکې  دپوليسو په يوى پوستي دځانمرګي بريد نيت درلود .

 دقندهاردوالي ويندوى جاويد فيصل  باختر اژانس ته وويل دپوليسو  ځواکونو دغه سړى هغه وخت وپيژاند  چې په ځانمرګي واسکټ  سره يي غوښتل دقندهار ښار د ديارلسمي امنيتي حوزي په مربوطاتوکې دپوليسو پوستي ته ننوځي .

  يوه اړونده خبرځاى وويل چې دغه  ځانمرګي بريد کوونکى دپوليسو له خوا ووژل شو او دوه تنه همکاران يي هم له پوليسو  سره په متقابلو ډزو کې  له منځه يوړل شول اويوه اندازه مهمات يي هم دپوليسو لاس ته ورغلل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته