کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
يو شمير وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته او اته اويا ماينونه کشف او شنډ کړى شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلې دي :
دملي اردو منسوبينو دهلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله درې تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
دملي اردو منسوبينو د لغمان ولايت په مربوطاتو کې له ملي پوليسو سره ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې په بهير کې يې په مسلم مشهور د عبدالرحمن په نامه دوسله والو مخالفينو ديو قوماندان په ګډون يو شمير وسله وال مخالفين ووژل شول او يو شمير نوريې ټپيان شول او يوه پيکا ، يو توغندى ويشتونکى ، او څلور کلاشينکوفونه ترلاسه شول او څوسنګرونه ويجاړ شوي دي .
د زابل ولايت دارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو منسوبينو د چاڼيزو عملياتو په بهير کې يو وسله وال مخالف ټپي شو.
د لغمان ولايت د مرکز په مربوطاتو او د هيواد په نورو سيمو کې دملي اردو دمنسوبينو دامنيتي ګزمو په بهير کې اته اويا ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړى شول.
2 1 دقیقه لوستل