امنیت

دپروان ولايت په مربوطاتو کې پرون په دوو جلا جلا پيښو کې درې تنه ووژل شلو او يو تن ټپي شو .

کابل باختر د زمري  دري ويشتمه

  دپروان ولايت په مربوطاتو کې پرون په دوو جلا جلا پيښو کې درې تنه ووژل شلو او يو تن ټپي شو .

 دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول باختر اژانس ته وويل يو لس کلن ماشوم هغه وخت ووژل شو چې يو داتسن ډوله موټر په بګرام ولسوالۍ کې په ډير ګړنديتوب سره دى وواهه .

  په دويمه پيښه کې يو بار وړونکي کاماز موټر دسالنګ په لاره کې له سړک څخه واوښت او په سيند کې وغورځيد چې له امله يې  دوه تنه ووژل شول او يو تن بل يې ټپي شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته