سیاست

حامد کرزي د هندوستان له صدراعظم سره ټیلیفوني خبرې وکړې

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٥
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي نن د هندوستان له صدراعظم ښاغلي نریندرا مودي سره د ټیلیفون پر کرښه خبرې وکړې.
د حامد کرزي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:

حامد کرزي هرات ته د نریندرا مودي د راتګ ستاینه وکړه او د ښه راغلاست ویلو تر څنګ یې د سلما د اوبو د بند له پروژې څخه چې د هندوستان په مالي او تخنیکي مرسته تر لسو کلونو دوامداره کار او هلو ځلو وروسته بهره برداري ته وسپارل شوه مننه وکړه.
پخواني جمهور رئیس همداراز په تېرو څوارلسو کلونو کې د هندوستان له هر اړخیزه مرستو څخه قدرداني او مننه وکړه او د سلما بند او چابهار ترانزیتي لاره یې ارزښتمنې پروژې وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې له دغو دواړو پروژو څخه ډير ژر ګټه اخیستنه پیل شي.
نریندرا مودي هم په خپل وار سره د سلما بند له پرانېستنې خوښي اوښوده او زیاته یې کړه چې دا د افغانانو مینه وه چې دی یې د دوهم ځل لپاره افغانستان ته راوست. هغه همداشان له افغانستان سره د دوامدارې دوستی او ورورولی هیله څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې هند به تل افغانستان ترڅنګ ولاړ وي.#
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته