
۹–کابل د غوایي ٢٨مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ملي دفاع وزارت له لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت سره وکتل.
د ریاست الوزرا مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې قاري فصیح الدین فطرت د اسلامي ملي اردو ځواکونو د روزنې، تجهیز، الوتکو او پوځي وسایطو رغولو او د هېواد د پولو د ساتلو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل.
فطرت وویل، چې د ملي دفاع وزارت د مشرتابه له حکم سره سم د ټاکل شوي هئیت کارونه بشپړ او ډېر ژر به ټولو ځواکونو ته د هویت او وسلې معیاري کارتونه ووېشل شي، چې په دې سره به د ملي پوځ چارې لا منظمې شي.
نوموړي زیاته کړه، د افغان روزونکو پر مټ د پوځ روزنه په اسلامي او ملي روحیه له ټاکل شویو اهدافو سره سمه روانه ده او دوی د اسلامي، ملي او متعهد پوځ پیاوړتیا ته ژمن دي.
ورته مهال مولوي عبدالکبیر د ملي پوځ او د دې برخې د مسوولینو کړنې وستایلې او زیاته یې کړه، اسلامي اردو د افغان ولس او د اسلامي امارت د مشرانو هیله ده، چې له نېکه مرغه اوس په اسلامي روحیه روزل شوی پوځ د هېواد له پولو او افغان ملت څخه ساتنه کوي.
نوموړي وویل، د اسلامي امارت مشرتابه هڅه کوي چې پوځ لاتجهیز او وروزل شي، څو په هر ډول شرایطو کې د افغانستان له خاورې ساتنه وکړي.
لمر