امنیت

پاکستاني او افغان طالبانو د نورستان د دو آب د دولتي او پوځي په ځينو تاسيساتو بريدونه وکړل

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٨
په لسګونو تنه پاکستاني او افغان طالبان نن د نورستان ولايت د دو آب ولسوالۍ په ځينو دولتي او پوځي تاسيساتو بريدونه وکړل.
دغه بريدونه په پراخه توګه پيل شول او ويل کيږي چې نښته تراوسه پورې هم د يرغلګرو او امنيتي پوځيانو ترمنځ دوام لري.
د نورستان ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالباقي نورستاني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې تراوسه پورې د دغې نښتې په بهيرکې دوه تنه پوليسان شهيدان او پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شوي دي.
ويل کيږي په دې نښته کې د دوو پاکستانيانو په ګډون پنځه تنه نور طالبانو تراوسه پورې ټپيان شوي دي .
جنرال نورستاني وايي چې کومکي ځواکونو د نښتې په سيمه کې ليږل شوي دي .
د سيمې اوسيدونکي وايي چې يرغلګرو د ډيورنډ کرښې له آخوا څخه د دو آب ولسوالۍ دولتي او پوځي تاسيساتو بريدونه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته