(PS)خبرونه(PS)فرهنګ(PS)ټولنهTOP(PS)

قاري محمد یونس راشد: ځوانان باید د غربي هېوادونو د فکري جګړې اغېز لاندې رانه شي

 کابل، د کب ۴مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد یونس راشد، غزني ته د خپل سفر په لړ کې د دغه ولایت له ځوانانو سره په لیدنه کې وویل، چې افغانستان روښانه راتلوونکی لري او ځوانان باید د غربي هېوادونو د فکري جګړې اغېز لاندې رانه شي.

په دغه لیدنه کې د یاد ولایت ځوانانو له قاري محمد یونس راشد سره خپلې پوښتنې او غوښتنې د زده کړې، کار، فرهنګ او اقتصاد په برخو کې د آزاد بحث په ترڅ کې شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

ورته وخت کې راشد ځوانانو ته په وینا کې وویل، چې غربیانو په افغانستان کې ګرمه جګړه وبایلله او ماتې وخوړه، خو غواړي چې د فکري جګړې له لارې خپلو اهدافو ته ورسېږي.

نوموړي د هېواد له ځوانانو وغوښتل، چې د غربي هېوادونو د فکري جګړې اغېز لاندې رانه شي او افغانستان روښانه راتلونکی لري.

په همدې حال کې د غزني والي مولوي محمد اسحاق آخند زاده وویل، چې په تېرو جهادي دورو کې ۹۸ سلنه ځوانانو برخه اخیستې وه او د افغانستان اسلامي نظام هم د ځوانانو د قربانیو په پایلو کې لاسته راغلی دی.

ښاغلي آخندزاده زیاته کړه، چې د هېوادوالو سترګې او هیلې ځوانانو ته دي او ځوانان به دغه هېواد د ځان بسیاینې پر لور بیایي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا