خبرونهامنیت

په نیمروز کې د یو موټر د غلا په تور ۴ تنه ونیول شول

٥٠- نیمروز / دمرغومي ۲ /باختر
د نیمروز پولیسو نن په دغه ولایت کې ۳ تنه د یو موټر د غلا په تور ونیول.
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ دعامه اړیکو د مطبوعاتو دفتر یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې دغه ۳ سړي د نیمروز د امنيې قوماندانۍ د دریمې امنیتي حوزې د پولیسو د منسوبانو په عملیاتو کې ، ونیول شول چې غوښتل یې یو کرولا ډوله موټر د دغه ولایت د دریمې حوزي په ساحه کې غلا کړي .
د یو بل خبر له مخې، پولیسو نن سهار یو تن د نیمروز د زرنج ښار په دویمه حوزه کې د یو موټر سایکل دغلا په تور ونیوه .
د نیمروز پولیسو وویل چې له دغه سړي څخه څېړنې دوام لري .
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته