ښوونه او روزنه

د امرباالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست: ښځې حق لري چې د هېواد د ديني لارښوونو او فرهنګي ارزښتونو په رڼا کې زده کړې وکړي او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

کابل/ د سلواغې ١ / باختر:
د کابل پوهنتون د استادانو او د اسلامي امارت د مسوولینو ترمنځ د چارو د همغږۍ په موخه د لوړو زده کړو وزارت په تالار کې غونډه جوړه شوه.
د باختراژانس دخبرله مخې: په دې غونډه کې د امرباالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست شيخ محمد خالد حنفي په اسلامي نظام کې د استادانو د مقام او ځاى، په اسلامي مفکورې او ارزښتونو سره د ځوان نسل روزنه او د ټولنې په پرمختګ او ترقۍ کې د استادانو رول په اړه خبرې وکړې.
د امرباالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست دغه راز ټينګار وکړ چې بايد ځوانان د تخصصي علومو د زده کړې ترڅنک په فکري توګه هم وروزل شي ترڅو په شخصي او ټولنيز ژوند کې ملي اسلامي ارزښتونه مراعات کړي.
حنفي د ښځو د زده کړې حق ته اشاره وکړه او ويې ويل : ښځې حق لري چې د ديني لارښوونو او زموږ د ټولنې د فرهنګي ارزښتونو په رڼا کې زده کړې وکړي او ټولنې ته خدمت وکړي.
ورپسې د کابل پوهنتون ريیس ډاکټر اسامه عزیز د هېواد د ځوان نسل په روزلو کې د دغه پوهنتون د رول په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ د کابل پوهنتون مسوولین هلې ځلې کوي چې لوستي ځوانان د دیني او ملي ارزښتونو په رڼا کې ټولنې ته وړاندې کړي.
دغه راز د کابل پوهنتون مسوولینو هم په خپلو خبرو کې وویل؛ د دغه پوهنتون محصلین د خپلو زده کړو پر مهال د اسلامي علومو اړوند اته ځانګړي کورسونه تېروي او په راتلونکي کې به دې برخې ته زیاته پاملرنه وشي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته