سیاست

اجرائيه رئیس د ولسي جرګې د غړي غلام میرولي بارکزي په کور شوی وسله وال برید په کلکه غندي

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢ :
په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې ترهګرو او جنایت کارانو یو ځل بیا د ولسي جرګې د یوه غړي غلام میرولي بارکزي په کور برید وکړ. په ډله ییز برید کې له بده مرغه د ولسي جرګې د شکایاتو د کمېسیون د مشر عبیدالله بارکزي مشر زوی او د غلام میرولي بارکزي د کورنۍ یوشمېر غړي هم شهیدان شول.
په شهیدانو سربېره په دې برید کې د غلام میرولي بارکزي په ګډون یوشمېر کسان ټپيان شوي دي، چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
دغه برید په داسې حال کې ترسره کېږي، چې غلام میرولي بارکزی له خپلې کورنۍ او مېلمنو سره په خپل کور کې و.
ترهګرو ونشو زغملی چې افغانان دې یوه ورځ هم ارامه او سوکاله واوسي. دغه برید وښودله، چې د افغانستان دښمنان خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره له هېڅ ډول کړنو او جنایت مخ نه ګرځوی. د دې پېښې په اړه امنیتي ځواکونو څېړنې پیل کړي دي او عاملین به یې په سزا ورسېږي.
زه دا برید په کلکه غندم، شهیدانو ته یې د جنت فردوس او ټپيانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کوم. دغه راز د غلام میرولي بارکزي او عبیدالله بارکزي کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم. له پاک رب نه هیله کوم چې دوی ته جمیل صبر په نصیب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته